ورزش

د صرافانو ټيم د رمضان جام د فوټسال اتل شو

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
په هرات ولايت کې د رمضان د حذفي جام د فوټسال سيالۍ د صرافانو ټيم په اتلولى سره پاى ته ورسيدې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې د ٦٤ ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې د روژې دمبارکې مياشتې په بهيرکې پيل شوې وې، په پاى کې د صرافانو او ميوند ټيمونو ددغو سياليو وروستۍ پړاوته لاره وموندله.
د صرافانو ټيم د صفر په وړاندې په اوو سره د ميوند ټيم ته ماتې ورکړه او د دغې سياليو اتل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته