امنیت

د ماين دچاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيد شو

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
په نورستان ولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيدشو.
دغه پيښه دکامديش ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې دافغان  سرتيرو دګزمې يوټيم په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
دنورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام فاروق باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد شو.
ده وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ له پاکستان سره دګډې پولې په لرلو سره تل  د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته