سیاست

دجنرال عبدالرشيد دوستم پيغام .

کابل باختر دتلي شپږمه :
دجنرال عبدالرشيد دوستم پيغام .
  په پکتيکا ولايت کې زموږ ديوشمير هيوادوالو دشهادت په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره خبر شوم چې تير ماښام دافغانستان دخلکو  دښمنانو  دپکتيکا ولايت په خيرکوټ  ولسوالۍ کې په يوه موټر کې دځاى پرحاى  شويو بمونو په چولو سره نهه تنه بيګناه  هيوادوال شهيدان او درې ديرش تنه نور يې ټپيان کړل 
په دې مناسبت ددغې غم لړلې پيښې دشهيدانو  کورنيو ته  د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب  څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه هغوى ته دجميل صبر او شهيدانو ته دفردوس جنت هيله کوم .
   ډاډمن يم چې دخلکو دسولې او امنيت ددښمنانو دغه شان جنايتونه نه شي کولاى زموږ اراده لرځند کړي او د افغانستان داسلامي جمهوريت دولت  دترقۍ  او پرمختګ  له  تګلوري څخه واړوي .
  دګران هيواد دلارې د ټولو شهيدانو ياد او خاطرې  دې تل پاتې وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته