امنیت

په هرات کې د فوتسال سيالۍ دوام لري .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
په هرات کې دفوتسال سياليو تېر ماښام په دريو لوبو سره دوام وکړ.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دغوسياليوکې لومړۍ د شانديز د فوتسال ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې د دوو په مقابل کې په لسو سره د افغان رزم ټيم ته ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې د راهيان نور ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دهدف ټيم ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې د دوستانو ټيم د يوې په مقابل کې په شپږو سره د ميهن ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د رمضان دجام په نامه دفوتسال دڅلورشپيتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته