ټولنه

دهيواد دملي او سياسي شخصيت ډاکتر عبدالصمد حامد دمړينې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګې د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام :

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
دهيواد دملي او سياسي شخصيت ډاکتر عبدالصمد حامد دمړينې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګې د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام :
دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار او نورو سناتورانو په خواشيني سره خبر ترلاسه کړ چې د هيواد علمي او سياسي شخصيت ډاکتر عبدالصمد حامد د هغې ناروغى له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د درې اتيا کلنۍ په عمر له هيواد څخه په بهر کې وفات شو .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامدد هيواد په تعليمي او تحصيلي موسسوکې د هيواد د بچيانو په روزنې سربېره، دکابل پوهنتون د رييس، د پلان د وزير او د وخت د صدراعظم د مرستيال په توګه دندې ترسره کړى دى.
ډاکتر عبدالصمد حامديو وطن دوست ، ريښتنې خدمتکاراو مهربان شخصيت و،  مړينه يې په هيوادکې يوه ستره علمي ضايعه بلل کيږي .
د مشرانو جرګې رييس او غړي د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ ، دوستانو ، علمي ټولنې او د افغانستان خلکو ته څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته