کابل باختردلړم پنځلسمه :
دهرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې يوسړى دانسان تښتوونکو له بند څخه ازاد کړى شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل: دغه سړى چې دخاور ديوه موټر چلوونکى دى دکهسان ولسوالۍ دکال قنبر له سيمې څخه تښتول شوي و او پرون دغوريانو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا دخلکو په همکارۍ دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو .
دانسان تښتوونکو دپيژدنې او نيولو لپاره دپوليسو هلې ځلې دوام لري .
ديوبل خبرله مخې، په هرات ولايت کې دطالبانو دپوځي کميسيون مرستيال ووژل شو .
دبادغيس ولايت اوسيدونکى مولوي عبدالرحمن چې دهرات ولايت دپوځي کميسيون مرستيال و تيره شپه له دوو تنو ملګرو سره يې دامنيتي ځواکونو له خوا داوبې ولسوالۍ ددهن دواب په امنيتي پوستې له وسله وال بريد وروسته ووژل شو .
په دې بريد کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_سعيده _ اکرم