کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ يوولس تنه اوسيدونکي چې د وسله والومخالفينو له خوا تښتول شوي وو؛ پرون د دغې ولسوالۍ دمشرانو دهلوځلوله امله آزاد شول.
دسرپل د ولايتي شورا رييس مولوي نورمحمد بيک دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کسان درې ورځې مخکې د وسله والومخالفينو له خوا د صياد ولسوالۍ د ميرزا ولنګ له سيمې څخه تښتول شوي وو چې د سيمې د مشرانو په هلوځلو سره آزاد شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ