امنیت

د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال پرون مازيګر له ۱۱ تنو نورو طالبانو سره په دغه ولايت کې ووژل شو .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل  چې د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري قدرت الله له خپلو يوولسو تنو افرادو سره يې د دغه ولايت دشولګرې ولسوالۍ په کندلي کلي کې د وسله والو طالبانو په کاروان د هوايي بريد په نتيجه کې ووژل شو.
رضايي زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې د دښمن يو زغره وال موټر، لس موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته