خبرونهورزش

په لغمان کې د کرکټ او هلمند کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې د محمد یعقوب مطمئن په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال یو میاشتینۍ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د یاران او حبیبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یاران لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر حبیبي لوبډلې ته ماتې ورکړه. خان محمد او بور آغا د یاران لوبډلې په ګټه یو- یو ګول ترسره کړ.

په ورته وخت کې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په کوټالۍ کلي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کوټالي کلي ب او جمشېر آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کوټالي ب لوبډلې یې بریا خپله کړه.

دغه سیالۍ چې له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پيل شوې؛ ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته