ښوونه او روزنه

دخصوصي لوړو زده کړو ديوولسو موسسو دځاني څيړنې ورکشاپ جوړشو

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دکېفيت دتضمين  له جوړښت سره دبلدتيا اوپه ښه کېفيت سره دلوړو زده کړو د خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد دخصوصي لوړو زده کړو ديوولسو موسسو دځاني څيړني ورکشاپ دلوړو زده کړو په وزارت کې جوړشو.
دلوړو زده کړو وزارت دخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې ورکشاپ کې چې دلوړو زده کړو وزارت  دمشرتابه هيئت غړو اودخصوصي لوړو زده کړو ديوولسو موسسو مسوولينو  ګډون کړي ، دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد وويل چې د اړتياو له مخې  اودعلم اوتکنالوژي دودي  په پام کې نيولوسره  دغه  وزارت پخوا  په ديارلسو  دولتي پوهنتونونو کې دکېفيت دتضمين پروګرام تطبيق کړي  اومثبته نتيجه يې ترلاسه کړې ده .
دده دڅرگندونو له مخې اوس دغه پروګرام دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې هم عملي کېږي .
ده زياته کړه  چې دکېفيت دتضمين دبهير تطبيق  دلوړو زده کړو په ټولو موسسو کې  حتمي دي اوله دې پرته  ددغو موسسو  وياړ ناشونې دي .
دغه راز  دلوړو ز ده کړو وزارت علمي معين پوهنوال محمدعثمان بابري په نورو هيوادونو کې دلوړو زده کړو دودي رول ته په اشاري سره وويل  چې په دې ورکشاپ کې  ددي تشخيص کېږي   چې دخصوصي لوړو زده کړو موسسې ددرسي  کېفيت له پلوه  په  کوم ځاى کې دي  اوڅه ډول دلوړو زده کړو دخدمتونو په وړاندې کولو اقدام  وکړي  چې په دې اړوند زموږ دټولنې اړتياوي لري شي  اوافغانستان   دلوړو زده کړو دکېفيت له پلوه دسيمي دهيوادونو  کړه وړو تعقيب کړي .
ديوبل خبرله مخې  دکابل دطبي پوهنتون دنرسنګ  دپوهنځي دنوى ودانۍ  دبنسټ ډبره  دلوړو ز ده کړو دوزير له  خوا  ديولړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په دغو مراسمو کې دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله  عبيد دنرسنګ دنوى پوهنځي  د جوړولو او هغه ته  دټولنې داړتيا و په باب  خبري وکړي  او ددغې پروژې دښه تطبيق په لاره کې يې مسوولينو ته لازمي لارښوونې  وکړي.
دغه راز  دکابل دطبي پوهنتون ر ييس پوهاند شيرين اقا ظريف ددغي ودانۍ  جوړول  په هيواد کې دځوانو روغتيا پالو دروزنې په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله اودلوړو زده کړو دوزير ددغه اقدام له امله يې قدرداني وکړه.
دلوړو زده کړو وزارت دپلان اوپاليسي درييس دڅرگندونوله مخې دغه ودانۍ له پرمختيايي بودجې څخه  ديو اعشاريه شپږومليونو ډالرو په لګښت  ديوزرو پنځه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې اوپه دريو پوړونو کې په يو کال کې بشپړيږي.
ده وويل چې دا دلوړو وزارت لسمه پرمختيايي پروژه ده چې په روان کال کې تطبيق شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته