نړۍ

د سوريې په روغتونونو د عربستان د هوايي بريدونو سختوالى

 پاريس نيوز نو / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
د بې سرحده ډاکترانو سازمان نن وويل چې د سوريې په روغتونونو د عربستان  هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې څه ناڅه ٣٥ تنه ناروغان او طبي کارکوونکي وژل شوي او د دغه سازمان ٧٢ تنه ډاکتران ټپيان شوي دي.
د بې سرحده ډاکترانو د سازمان په يوه وينا کې ويل شوي دي چې په سوريې هوايي بريدونه د سپټمبر د مياشتې په وروستيوکې زور واخيست او په ترڅ کې يې په دولسوروغتونونو بريدونه شوي دي چې شپږ روغتونونه يې د بې سرحده ډاکترانو د سازمان له خوا ملاتړکيده .
د دغو روغتونونو ١٤ امبولانسونه هم ويجاړ شوي دي.
د خبرځايونو دخبرله مخې: د روسيې حکومت  د بشاراسد په ملاتړ په دغه هېواد هوايي بريدونه پيل کړي او دسوريې هوايي ځواکونو هم له څلورو کلونو را په دې خوا د حکومت په مخالفينو بمباري کوي.
دواړه هېوادونه روسيه او سوريه وايي چې د داعش په ډلې چې د عراق او سوريې پراخې برخې يې نيولې دي؛ بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته