ټولنه

په هرات کې له سيلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
په هرات ښارکې  دوه سوه سيلاب ځپلو کورنيو  له انسان دوستانه مرستو څخه  ګټه واخيسته  .                                                                                                           دهرات ولايت  يوه اداري مسوول انجينربارک  وويل  چې دغه مرستې دهرات   ښاردقول اردو او  دباغ نظرګاه په سيمو کې   له هغو سيلاب ځپلو کورنيو سره
چې دتيرو  دوو ورځو سيلاونو له امله زيانمنې شوې  دي  ، وويشل شوې.
بارک زياته کړه  چې په دغو مرستو کې دکور لوازم شته او ټاکل شوې ده  سبا  له هرې مصيبت ځپلې  کورنۍ سره  دخوراکي توکو دبرابرولو په مقصد نغدي مرستې هم وشي .
دنوانجيل ويالې دويجاړولو له امله  دسيلاونو راوتل  په تيرو  دوو ورځو کې دهرات   په لسګونو کورنۍ زيانمنې کړې دي.
دهرات  دوالي محمدآصف رحيمي په مشرۍ دبيړنيو حالاتو کميټې ددغه حالت له څيړنې وروسته له مصيبت ځپلو سره  دمرستې درسولو طرحه ترلاس لاندې نيولې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته