جلال آباد/ باختر دوږي اوومه :
اوولس تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلوجنايي پيښو په تور ونيول شول .
دغه کسان د وروستيوڅلور ويشتو ساعتو په بهيرکې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې او د پلټنې په وخت کې د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: په وژل شويوکسانو د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تور لګول شوې دى .
ده وويل: دغه کسان د دغه ولايت له ځينو سيمو څخه د پوځيانو د عملياتوپه بهيرکې نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ