سیاست

جمهوررئیس غني: په ټاکنیز بهیر کې وظیفوي غفلت د منلو وړ نه‌دی

کابل باختر د ثور نولسمه :
د راروانو ټاکنو لپاره د تیاریو په لړ کې تير ماښام د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو، په کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو، د اروپايي اتحادیې استازي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازي او د حکومت یو شمېر غړو برخه اخیستې وه، چې د ټاکنو اړوند په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
په دغه غونډه کې پر تذکرو د سټیکر په لګولو، د نوم لیکنې د مرکزونو په امنیت، د نوم لیکنې بهیر په تمدید، دټاکنوپه کمېسیون کې په ګومارنو، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا په ظرفیت لوړولو، د دغه کمېسیون د مطبوعاتي او تخنیکي ټیم په اړه تر بحث وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول، چې جزئیات به یې په راتلونکو ۲۴ساعتو کې د ټاکنو کمیسیون له ولس سره شریک کړي.
جمهوررئیس غني او د غونډې برخه والو د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د اداري بهیر چټکتیا او مسوولیت منل مهم او عاجل وبلل. همدارنګه ټینګار وشو چې ټاکنې د حکومت او خلکو اساسي او اصلي لومړیتوب دی او په دې برخه کې هیڅ ډول وظیفوي غفلت د منلو وړ نه دی.
د هېواد جمهوررئیس د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت د لا خوندیتوب لپاره د امنیتي ادارو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د دغو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې دې ظرفیت لوړ کړي او په اړه دې لازم امنیتي تدبیرونه ونیسي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته