امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي دهېواد په دريو ولايتونوکې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٩ :
دولس تنه ډار اچوونکي په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دهېواد په دريو ولايتونو کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار او د چورې ولسوالۍ، د قندهار ولايت  د معروف ولسوالۍ او دزابل ولايت  دجلدک ولسوالۍ په مربوطاتوکې داتل _ ٢٢ په نامه دمحاربوي عملياتو په بهيرکې دولس تنه ډار اچوونکي طالبان وژ ل شوي  او دملا شفيق الله په ګډون  ١٢ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي او دغه راز څلور تنه مشکوک  کسان نيول شوي او  ١٥ ډول ډول ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته