سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکيې له سفير سره وکتل

کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون په کابل کې د ترکيې له سفير اوزخان ارتغرل سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د آسيا زړه- (استانبول بهير) د وزيرانو د اتمې غونډې په ګډون چې ټاکل شوې ده د روان کال د ليندۍ په ١٨ مه په استانبول ښارکې جوړه شي؛ په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
دواړو لورو دغه راز د افغانستان د سولې بهير او د سيمه ييز ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د حکومت د سولې د اووه ماده ييز پروګرام په اړه  هم څرګندونې وکړې.
ادريس زمان دغه راز د ترکيې له حکومت څخه په افغانستان کې د سولې په هڅوکې د دوى دهمکاريو او دوامدارو ژمنو مننه وکړه.
ختم-عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته