امنیت

پوځيانو په لوګر کې د طالبانو وسلې ترلاسه کړې

کابل / د وري ۱۱مه / باختر

افغان ځواکونو تېره شپه په لوګر کې د وسله والو طالبانو وسلې ترلاسه کړې.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ته وویل: د پولیسو د ۳۳۳ ځانګړې قطعې ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات د لوګر په مرکز پورې اړوند بابوسو کلي کې ترلاسه کړل.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دغو وسلو او مهماتو کې یوه پیکا، یو کلاشینکوف، ماینونه او ګولۍ شته چې د وسله والوطالبانو له پټنځي څخه ترلاسه شوې.

د یادو وسلو د ساتلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته