امنیت

۸۲ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۸۲ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په بهير کې ۳۳ تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول ، ۴۹   تنه   ټپیان او د داعشيانو د يو سيمه ېيز قومندان په ګډون ۸ تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
دغه  ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،کاپیسا، پکتیا،  غزني ، روزګان ، هرات ، کندز  بدخشان، بغلان  او  دهلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته