سیاست

جمهور رئیس غني له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولو بهیر په رسمي ډول پیل کړ

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له ولس سره د وزارتونو د لومړنیو سلو ورځو د پلان شریکولو بهیر په رسمي ډول پرانیست.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغه غونډه چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه؛ د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني او د رسنیو استازو پکې ګډون درلود.
جمهور رئیس په خپلې پرانیستوونکې وینا کې وویل: هر وزارت خپل سل ورځنی پلان برابر کړی او د دغو پلانونو پر بنسټ ولس ته مشخصې ژمنې وړاندې کوي. موږ یو مسلمان ملت یوو او د اسلام مقدس دین زموږ د ژوند اساس دی، نو له همدې امله د کابینې د کار او له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولو بهیر د حج او اوقافو له وزارت څخه پیلوو.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان کابینه واحده، متحده او مسووله کابینه ده. لومړی ولس ته مسوولیت لري، هر وزیر او جمهور رئیس د ولس خادمان دي، ځکه له خدای تعالی وروسته د دې خاورې اصلي څښتن د افغانستان ولس دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: دا پلانونه زموږ د کارونو او له ولس سره د شویو ژمنو د څيړنې او د باور د فضا د رامنځته کولو ښه وسیله ده. هیله ده چې رسنۍ، د مدني ټولنې بنسټونه، علمای کرام، خویندې او وروڼه په هرو ۲۵ ورځوکې زموږ کارونه څيړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: د لومړنیو سلو ورځو په پلانونوکې د والي صاحبانو رول کم رنګه دی، ځکه په لومړيو سلو ورځوکې وزیر صاحبان مسوولیت لري چې په ټول افغانستان کې خدمات وړاندې کړي، خو دویم سل ورځنی پلان د وزیر صاحبانو او والي صاحبانو د ګډو اساسي او اصولي بحثونو پر بنسټ جوړېږي، په هغو کې به د والیانو رول څرګند وي.
جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د سل ورځنیو پلانونو دغه بهیر به د ده د کار تر پایه پورې دوام کوي، خو د هر سل ورځني پلان په پای کې به یوه میاشت د دغه پلان د تطبیق بهیر څيړنې ته ځانګړی کېږي.
ده زیاته کړه: ولس او رسنۍ دې زموږ پلانونه دقیق وڅيړي.
جمهور رئیس غني د فساد پر ضد مبارزه د اساسي ټکي په توګه یاده کړه او ويې ویل: په راتلوونکو سلو ورځوکې به موږ د عدلي او قضایي ارګانونو څيړنه بشپړه کړو، دا څيړنه به سراسري وي. د اصلاحاتو په راوستلو تمرکز کوو. له خصوصي سکتور سره مو هم بحث پیل کړی، خو لا بشپړ شوی نه دی.
جمهور رئیس  وویل: د فساد په مقابل کې مبارزه د ملي وحدت حکومت اصل دی. له همدې امله مو د تدارکاتو ملي کمیسیون رامنځته کړی، دغه کمیسیون هره شنبه له درې څخه تر پنځو ساعتونو پورې غونډه کوي او هره لویه پروژه په دقیقه توګه څيړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: زموږ  له اساسي اهدافو څخه یو هم د جومات او ارګ، دولت او مدرسې، عالمانو او سیاسي، اقتصادي او دولتي قشر ترمنځ د واټن له منځه وړل دي. 
ده د هېواد له دیني عالمانو، صوفیانو او عرفاني مشرانو مننه وکړه چې تل یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی. همدارنګه یې  د حج او اوقافو له وزیر څخه د خپل سل ورځني پلان د شریکولو له امله مننه وکړه.
د حج او اوقافو وزیرفیض محمد عثماني د خپل پلان د ښه تطبیق ترڅنګ وویل: زموږ هڅه به دا وي چې د ارګ، جومات، دیني عالمانو او سیاسي قشر ترمنځ اړیکې لا ټینګې او غښتلې کړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته