فرهنګ

د غور تاريخي څلى پاملرنې ته اړتيا لري

غورباختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه  :
د غور ولايت زياتره تاريخي څلي د له منځه تلو په حال کې دي .
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فخرالدين آرياپورد باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د غور ولايت ځينې سيمې د دولت له وسله والو مخالفو ډلوسره دي او سيمه ييز اداره او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه دي بريالي شوي چې زياتره سيمې سروې کړي، له همدې امله د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست او سيمه ييز اداره د اړوندو ارګانونو په همکارۍ او د امنيتي شرايطو  او امکاناتو په پام کې نيولو سره بريالي شوي دي يوشمېر تاريخي آثار او ابدات  ثبت او راجستر کړي.
ده زياته کړه: تر اوسه پورې په غور ولايت کې درې سوه شپږ ساحې ثبتې شوې
دي چې په دقيقه توګه نه شو کولاى ووايوچې د دغه  ولايت ټولې لرغونې ساحې په دغه شمېرکې ځاى کړى شوې دي  .
ده وويل چې په بېلابېلو سيموکې اووه څلويښت لرغونې ساحې ثبتې شوې دي  چې طبيعي منظرې هم پکې شاملې دي او اته نوي تاريخي څلي هم د اطلاعاتو او فرهنک په رياست کې ثبت دي چې له بده مرغه په تيروکلونوکې هغو ته هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې.
ده زياته کړه: په وروستيو کلونوکې يو استنادي ديوال د جام د څلي ترڅنګ جوړ شوى دى چې نه شي کيداى دغه لرغوني څلي ته ګټور وي، که څه هم يو بل ديوال د هريرود سيند ترڅنګ جوړ شوى دى.
ده وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې لاره  کې زياتې هلې ځلې کړې دي  خو ورته پاملرنه نه ده شوې او زياتره تاريخي څلي د ويجاړيدو په حال کې دي.
آرياپور د قلعه ذال په باب وويل: قلعه ذال د ويجاړيدو په حال کې ده او په غور کې داسې څلى نه شته چې د ويجاړيدو په حال کې نه وي .
بايد وويل شي چې زياتره تاريخي سيمې د بېلابېلوکسانو له خوا کيندل کيږي او تاريخي او لرغوني آثار د قاچاق وړونکو له خوا بهر ته قاچاق کيږي او د غور ولايت سيمه ييزه اداره او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هغو د مخنيوي وړتيا نلري.
ده په پاى کې وويل: په دې وروستيو وختوکې د بهرنيو او کورنيو انجنيرانو يو هيئت دغه ولايت ته راغلى دى او د جام څلى يې کتلى دى، خو تر اوسه پورې  کومه نتيجه يې نه ده ورکړې .
د غور ولايت د تاريخي آبداتو مدير نظام الدين ابراهيمي وويل: زياتره تاريخي  څلي د مسوولينو له خوا ويجاړيږي .
ده په دې باب د زياتو جزئياتو له ورکولوڅخه ډډه وکړه.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته