امنیت

په ننګرهار کې د هدفي وژنو یو عامل ونیول شو

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
د داعش ډلې یو غړی چې ویل کېږي په ننګرهار کې یې په څو هدفي وژنو کې لاس درلود، ونیول شو.
دغه داعشي تېره شپه د امنیتی ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې په جلال آباد ښار پورې اړوند دامان کلي کې ونیول شو.
په ننګرهار کې د ملي امنیت د (۰۲) قطعې یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې نیول شوي سړي په ننګرهار کې د هدفي وژنو او ماین ښخولو په څو قضیو کې لاس لاره.
هغه وویل چې دغه داعشي نیت درلود چې په ننګرهار کې څو هدفي وژنې ترسره کړي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته