ښوونه او روزنه

تبصره :

کابل باختردوري دمياشتې ٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس له خوا دښوونځي دزنګ په کړنګولو سره دهيواد دښوونځيو په مليونونو تنه زده کوونکي دښوونځيو په لور ورغلل اودهيواد دسړو سيمو دښوونځيو يوبل تعليمى کال پيل شو.
دباختراژانس مبصر ليکي :
پرون دوري دمياشتې دريمه نيټه دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو نوى تعليمي کال پيل شو،  په هيواد کې نوى تعليمي کال په داسې حال کې پيل شو چې دافغانستان داسلامي جمهوريت په تيرو يوولسو کلونو کې په هيواد کې دماشومانو دښوونې اوروزنې اودلوړو زده کړو په برخه کې ديادونې وړ برياليتوبونه لري، نن ورځ  دښوونځيو دزده کوونکو شمير نهو مليونو درې سوه زرو تنو ته رسيږي  چې په سلو کې څلويښت يې نجونې دي په داسې حال کې چې له نن ورځې  څخه يوولس کاله مخکې کله چې طالبان زموږ دخلکو په برخليک  باندې واکمن وو.
دغه شمير څو برابره کم وو اونجونو دزده کړې اوتحصيل حق نه درلود نن ورځ  په هيواد کې دښوونځيو شمير پنځلسو زرو ته رسيږي  په داسې حال کې چې يوولس کاله  مخکې دهيواد غوڅ اکثريت  ښوونځيو  ودانۍ نه لرلي اوزياترو  زده کوونکو په پرانستي فضا کې  زده کړه کوله که څه هم دغه ستونزه ترنن ورځې پورې دوام لري په دې ترڅ کې  په تيرو يوولسو کلونو کې دپوهنې لپاره  په هيواد کې يو واحد تعليمي نظام  رامنځته شو.
ددرسي کتابونو چاپولو ته پاملرنه وشوه او نن ورځ دهيواد دښوونځيو زده کوونکي د ( تعليم دپرمختيا ، انډول اودهميشني سولې لپاره  ) په شعار سره ښوونځيو ته ځي، دا دځوريدلي اومحتاج افغان ملت لپاره يوښه زيرئ دى خو دا نه شي  کيداي  چې دکار پاى وي .
له بده مرغه تراوسه پورې دښوونځيو په شرايطو برابر څه دپاسه  درې مليونه ماشومان ښوونځيو ته ديون له نعمت څخه بې برخې دي او دهيواد په ناامنو سيمو کې څه دپاسه څلور سوه ښوونځي دزده کوونکو پرمخ  تړلي دي  لاتراوسه پورې هم يو زيات شمير ښوونځي  ان دهيواد په مرکز کې ودانۍ نه لري اويا دا چې دزده کوونکو دشميردزياتوالي له امله،لوست په معياري ډول نه ترسره کيږي ،دښوونکو دژوندانه حالت ښه والى نه دى موندلى او لاتراوسه پورې هم دهيواد زيات شميرخلک دليک لوست  له نعمت څخه بې برخې دي  او له ټولو څخه لوړه دا چې په ښوونځيو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دزده کړې کيفيت  دسيمې دهيوادونو په پرتله په ټيټه کچه کې دى ،  په خصوصي ښوونځيو  اودخصوصي  لوړو زده کړو په موسسو کې تعليمي نصاب  په منظم ډول نه عملي کيږي  يو زيات شمير کورني  په دغو ښوونځيو او موسسو کې  دلوست په نسبت نيوکې کوي  او دسرغړونو اودناوړو استفادو خبرې کوي.
دافغانستان خلکو  چې تل  دفرهنګ  اوپوهنې  درناوى کړى دى  او دهغو
فرهنګي او ادبي تير وختوته دسيمې دهيوادونو ترمنځ بډاى  پياوړي او بې ساري دي، دتيرو کلونوپه بهيرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت برياليتوبونه دقدر او دقت وړ بولي .  خو هغه څه  چې دپوهنې  په برخه کې دستونزو په توګه وبلل شول دافغاني ټولنې دهغو عيني  ستونزو يوه برخه ده  چې بايد په حل کولو يې اقدام وکړو. په هيواد کې دپوهنې دنظام ښه والى زياتو هڅو او اصلاحاتو ته اړتيالري  چې  دبيلابيلو پروګرامونو په  جوړولو سره کولاى شو ديوې معياري او پراخ بنسټې پوهنې خاوندان شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته