کابل باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه :
د نيمروز ولايت دوه تنه پوليسان تېره شپه په يوه ترافيکي پېښه کې شهيدان شول.
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه پوليسان د دلارام – زرنج په لويه لاره کې د دوى د زغروال موټر د چپه کيدو له امله شهيدان شول .
ده وويل: په دې پېښه کې دوه تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ