ورزش

جمهور رئیس غني دازاد ورزش سیالیو کې د بازمحمد مبارز اتلولي وستایله

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په ” ایم ایم اې“ ازاد ورزش سیالیو کې د بازمحمد مبارز هڅې او اتلولي چې خپل روسي سیال ته یې ماتې ورکړه، هغه ته د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال او نغدي مکافاتو په ورکولو سره وستایله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د هېواد جمهور رئیس د مبارز او روزونکي ټیم د هڅو د قدرداني پرمهال وویل، د ویاړ ځای دی چې بازمحمد مبارز په څو نړیوالو لوبو کې د افغانستان ملي بیرغ  رپولی دی.
جمهور رئیس څرګنده کړه، جمعي ورزشونولکه فوټبال او کرکټ په خلکو کې ځانګړی ځای پیدا کړی  او دا ځل ازاد ورزش هم خپل ځای وموند او په دې برخه کې باید زیات کار او هڅې وشي.
جمهور رئیس غني د افغانستان ورزش ته د زیاتو بریاو هیله څرګنده کړه او وې ویل، هيله لرم چې د هېواد ځوانان د ورزشکارانو لاسته راوړنې او اتلولي په ځانګړي ډول بازمحمد مبارز د ځان لپاره مثال وګرځوي او ورزش د ځوانانو د پرمختګ  ښه بېلګه وي.
د هېواد جمهور رئیس  د افغان ځوانانو وړتیاوې وستایلې او وې ویل، حکومت ژمن دی چې د افغانستان د ورزش د ودې په برخه کې زیات کار وکړي تر څو ورزشکاران په نړیواله کچه زیاتې لاسته راوړنې ولري.
بازمحمد مبارز ورزشکارو ته د جمهور رئیس د پاملرنې له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په راتلوونکي کې به په نړیوالو سیالیو کې زیاتې هڅې وکړي، چې د افغانستان نوم همدارنګه د اتلولي په فهرست کې ثبت شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته