نړۍ

بریتانیا وايي په دغه هېواد کې د مېشتو روسانو شتمني څېړي

 دآزادۍ راډيو باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
د بریتانیا د بهرنيو چارو وزیر بورېس جانسون وايي، د هېواد استخباراتي ادارې يې په بریتانيا کې د بډايه روسانو په اړه پلټنې کوي او هغوی چې شتمني يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د تړاو له لارې ده، هغوی به محاکمه شي.
جانسون دا خبرې نن د پنجشنپې په ورځ وروسته له هغه وکړې چې بریتانيې د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ايستلو اعلان وکړ.
بریتانيا په دغه هېواد کې د يوه پخواني روسي دوه طرفه جاسوس او د هغه د لورد مسمومېدو حملې ته په عکس‌العمل کې د روسي ډیپلوماتانو د ايستلو اعلان وکړ. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته