روغتیا

تبصره

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د ماشومانو د فلج يا پوليو واکسين د تطبيق د پروګرام لومړى پړاو پرون په داسې حال کې په افغانستان کې پيل شو چې دغه هېواد په تېر ميلادي کال کې د پوليو د پنځو مثبتو پيښو ډګر و.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه يوازينى دوه هېوادونه دي چې د پوليو د وحشي ويروس د فعاليت شاهدان دي. دغه ناروغي چې د ماشومانو د دايمي فلج سبب کيږي، د نړۍ په کچه نږدې له منځه وړل شوې ده .
افغانستان په تېر ميلادي کال کې د پوليو د پنځو مثبتو پيښو ډګر. درې پيښې په کونړکې، يوه پيښه په قندهارکې او يوه پيښه هم په هلمندکې ثبت شوې ده.
د نړۍ روغتيايي سازمان چې د دغې ناروغۍ د جرړو په ايستلو او وچولوکې يې زياتې پيسې لګولې دي؛ سختې هلې ځلې کوي چې په نړۍ کې پوليو په بشپړه توګه له منځه لاړه شي. ځکه د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان په فضا کې د پوليو ويروس شتون کولاى شي د سيمې هېوادونه  او نور هېوادونه وګواښي، په تېره بيا د اوسنيو مهاجرتونو په څپوکې د پوليو ويروس ليږدونه  د بل هر وخت په نسبت آسانه ده .
د نړۍ د روغتيايي سازمان له پروګرام سره سم د پوليو جرړې بايد کلونه کلونه مخکې د نړۍ په کچه ايستلې شوې واى.
د دغه سازمان هڅو او هاند د نايجريا هېواد په ٢٠١٥ م کال کې د پوليو له شر څخه خلاص کړ. خو د  آسيا په جنوب کې ستونزه د پخوا په شان شتون لري.
ستونزه په دې کې ده چې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو واکسين په څرنګوالي سياسي بڼه ځانته غوره کړې ده او ځينې روحانيون په تېره بيا په پاکستان کې د پوليو واکسين په وړاندې ولاړ دي .
دغه ستونزه پنځه کاله مخکې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د موندلو او وژل کيدو په څرنګوالي پورې اړه پيدا کوي چې امريکايي کوماندوګانو اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ آبادکې د ده په کورکې پيدا کړ.
دوى د يوه پاکستاني ډاکتر د معلوماتو له مخې چې په سيمه کې يې د پوليو واکسين جعلي پروګرام جوړ کړى و، په اسامه برلاسى پيدا کړ. له دغې پيښې وروسته د افغانانو او پاکستانيانو په ګډون د طالبانو نظر چې په قبايلي سيمو کې د يادونې وړ نفوذ لري او د افغانستان په جنوب کې په کليو هم اغيزه لري؛ د پوليسو په نسبت منفي او سياسي نظر پيدا کړ او دوى په عملي توګه خلکو ته د واکسين ورکولو خبردارى ورکړ او په رضا کارانو يې بريدونه وکړل او آن د پوليو يو شمېر ضاکاران او کارکوونکي يې ووژل.
هغه څه چې مهم دي؛ د افغانستان په فضا کې د پوليو د ويروس شتون دى. هغه ويروس چې کولاى شي زموږ د ماشومانو ژوند وګواښي او راتلوونکى يې له زياتو ستونزو سره مخامخه کړي. په دې پروګرام کې د وسله والو طالبانو، ماشومان او کورنۍ چې د نظام پرضد جنګيږي؛ هم شامل دي.
ښه به وي چې د پوليو په نسبت د يوې ستر ټولنيزې او ملي ستونزې په توګه وکتل شي او د هغې د سياسي جرړو په ايستلوکې سياسي دريځ او نظر او پوځي قدرت طرحه نشي. ځکه پوليو ټولو ته ګواښ دى او د ځانمرګي يرغلګر او يا د پوځي جګړه مار په توګه په خاصو هدفونو بريدونه نه کوي. دغه راز روحانيونو، قومي مشرانو، مخورو او ديني عالمانو ته لازمه ده چې د پوليو واکسين ګټې او پايلې خلکو ته بيان کړي او له خپل نفوذ څخه په قوماندانانو، وسله والو ډلو او په  نور جګړمارانو استفاده وکړي. هغوى دې ته وهڅوي چې له دغه بهير سره همکاري وکړي چې لږ تر لږه خپل بچيانو ته خوندي فضا برابره کړي.
ښه به وي چې په دې برخه کې منبرونه، رسنۍ او ښوونځي لا زيات فعال شي او د پوليو ستونزه د يوې ملي ستونزې په توګه خلکو ته معرفي کړي او اړوندو بنسټونو ته د خپلو کارونو په اجرا کولوکې اسانتياوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته