امنیت

نولس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

 کابل / د غويي ٧ مه / باختر
په ننګرهار کې ١٩ تنه په جنايي جرمونوکې د لاس لرلو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتوکې د ننګرهار له څو ولسواليو څخه د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې پر نيول شويو کسانو د غلا، وژنې، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
هغه وويل چې د دغو تورنو کسانو دوسيې به له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته