فرهنګ

د رسنيو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دتلې ١٠ 
درسنيو دعالي شورا غونډه نن ددغې شورا دغړو. داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  زردشت شمس ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او ددغه وزارت  دحقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى او درسنيو دچارو دسلاکار او وياندهارون حکيمي  په ګډون  په دغه وزارت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په دې غونډه کې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو د کميسيون د غړو د ټاکنې او په اوسنيو شرايطوکې د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو د خپرونو په باب خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د دغو کميسيونونو د ځينو نوماندانو دغړيتوب په باب خبرې وشوې او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه کميسيونونه جوړ شي .
د شورا په غونډه کې د هيواد د نازکو امنيتي شرايطو  په  پام کې نيولو سره د ډله ييزو اطلاعاتو له دولتي او خصوصي رسنيو څخه وغوښتل شول چې په هيوادکې  د نافذو قوانينو په رعايتولو سره دې دغه موارد په پام کې ونيسي:
_ د داسې پروګرامونوله خپرولوڅخه ډډې کول چې خلک د تروريزم ، تاوتريخوالي، توپير او د بې نظميو رامنځته کولو او د عامه نظم ګډوډولو ته هڅوي.
_ له خپلو امکاناتو سره سم د هيواد امنيتي ځواکونو ته د روحيې د ورکولو په خاطر د راډيوګانو او ټلويزيونونو له لارې د ملي، هيوادنيو او حماسي ترانو خپرول.
_ د ملي وحدت او د ملي واکمنۍ دټينګښت ، عامه ګټو، سولې، بشردوستۍ او د هيوادوالو د هيواد پالنې د روحيې او د امنيتي ځواکونو د روحيې او مورال  د پياوړتيا په لاره کې دپروګرامونو خپرول .
_  د ژورناليزم د معيارونو په رعايتولو سره له مسلکي څيړنې وروسته دجنګي صحنو د رپوټونو او تصويرونو  برابرول او خپرول.
_ په ډيره ټيټه کچه د ټلويزيونونو له لارې له تاوتريخوالي ډګو صحنو ښودل او دغه راز د رسنيو عالي شورا له خبريالانو او رسنيو سره د امنيتي ځواکونو د همکارۍ په  باب هم خبرې وکړې چې په نتيجه کې دغې شورا د هيواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ له هغوى څخه وغوښتل چې په نازکو امنيتي شرايطوکې دې له ژورناليزم او د هيواد د ډله ييزو اطلاعاتو له وسايلو سره لازمه همکاري وکړي او د هغوى د مصوونيت په خاطر دې لازم تدبيرونه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته