امنیت

په ننګرهارکې په جلاجلا جنايي پيښوکې دشلو تنو نيول کيدل

دجلال آباد ښارباختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه :
په ننګرهار ولايت کې شل تنه  د جلاجلا جنايي پيښو په تور ونيول شول.
دغه کسان دتيرو ٢٤ساعتوپه بهيرکې دپوځيانوپه ځانګړو عملياتو او دپلټنې       په  بهيرکې  دننګرهار ولايت له  شاوخوا سيمو څخه  ونيول شول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل چې په  نيول شويو کسانو د وژنې ، غلا، د نشه يي توکو دقاچاقو  او دانسان تښتونې تورلګول شوى دى.
ده وويل  دغه کسان دپوځيانو ديولړ عملياتو دترسره کولو اودپلټنې په وخت کې  ددغه ختيځ ولايت  له شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته