امنیت

دملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې

کابل باختر دوږي دمياشتې اتمه نيټه  :
د ملي امنیت شورا غونډې پرون مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې د جوزجان، فاریاب، سرپل، ننګرهار، لغمان، زابل، ارزګان، قندهار او دهلمند ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایل شوې او همدارنګه د هېواد د دفاع او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په خاطر د دغو ځواکونو د کوښښونو قدرداني وشوه. غونډې د همغږۍ د زیاتې چټکتیا او د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو کولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د نېکمرغه لوی اختر ورځو او شهید اوونۍ پر امنیتي پلانونو او تدبیرونو خبرې او ټینګار وشو چې امنیتي ارګانونه دې په ګډه يې همکارۍ او لازمې همغږۍ د امنیتي پلان د تطبیق او د هيوادوالو د امنیت د تامین په موخه ګډ کار وکړي.
د غونډې په بله برخه کې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د موافقه ليک د تطبیق د پرمختګونو راپور واورل شواو د دغه موافقه ليک د تطبیق بهیر پر چټکولو ټینګار وشو.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته