امنیت

لس تنه په پروان ولايت کې د تروريستي اعمالو په جرم په جزا محکوم شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٩ :
په پروان ولايت کې  نن لس تنه  د ابتدائيه محکمې له خوا  په تروريستي عملونو
کې دلاس لرلو په تور په جزا محکوم شول.
د پروان ولايت  دابتدائيه محکمې دعامه امنيت د ديوان رييس قضاوتيار محمدحسين قاضي زاده دباخترآژانس خبريال ته وويل :   په هغې قضايي غونډه  کې چې  دقضايي هيئت په ګډون جوړه شوه دتورنوکسانو نسبتي دوسيې وڅيړل شوې چې له امله يې لس تنه  ددولت دوسله والو مخالفينو په ډلو کې د غړيتوب  ، د تروريستي او  ورانکارو  فعاليتونو د ترسره کولو په جرم له يو کال او يوه مياشتې څخه تر شپاړلسو کلونو  پورې په تنفيذي بند محکوم  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته