ورزش

اجمل فيض زاده له خپل هنګري سيال سره لوبه کوي .

کابل باختر دزمري  اتمه

  اجمل فيض زاده  نن  له هنګړي جودو کار سره لوبه کوي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دلندن د ٢٠١٢ کال دالمپيک دسياليو په دوام ټاکل شوې ده نن له غرمې وروسته افغان جودو کار اجمل فيض زاده د ٦٦ کيلوګرامو په وزن دهنګري له جودو کار سره مبارزه وکړي .

 دالمپيک  دملي کميټي درسنيو مسوول عارف پيمان باختر اژانس ته وويل   که  چيري اجمل په خپل  سيال بريالي شي  که برازيل  څخه له خپل  بل سيال سره به سيالۍ  وکړي او که چيري بريالي نه شي له لوبو څخه  به حذف شي .

 اجمل فيض زاده دجودو په ورزش کې په څو نړيوالو سياليو کې دسپينو زرو  اوژيړو د څو مډالونو  په ترلاسه کولو بريالي شوي دي خو نن دلومړۍ ځل لپاره  دالمپيک  دسياليو  په ډګر کې مبارزه کوي .

  دپيمان  دڅرګندونو له مخې دسوک و هلو په څانګه کې ټاکل شوې ده سبا دفيصل په نامه  يو بل افغان ورزشکار دفرانسوي  لوبغاړي په وړاندې دالمپيک دسياليو دګر  ته ورودانګي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته