سیاست

عبدالرشيد دوستم د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو له مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٠ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم تېر ماښام  د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له مشرانو او مخورو او د پارلمان له يوشمېر استازو سره   د خپل کار په دفترکې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد په پارلمان کې د خلکو څوتنو استازو او د کندز له ولايت څخه د افغانستان د خلکو د جهاد يوه قوماندان ميرعلم خان د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د خپلو خلکو سيمه ييزې ستونزې يې د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره طرحه کړې.
په دې کتنه کې د افغانستان د خلکو د جهاد يوه پخواني قوماندان ميرعلم خان د خبرو په ترڅ کې په کندز ولايت کې حالت د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته بيان کړ.
ده څرګنده کړه چې په تيرو وختونوکې په دغه ولايت کې د کادرونو د ټاکنې په لاره کې ناسمې محاسبې شوې دي او مسلکي کادرونو ته اجازه نه ده ورکړ شوې چې په اداروکې استخدام شي .
ده دغه راز زياته کړه چې خلک په کندزکې د حالت له امله انديښمن دي او له تاسو څخه هيله لري چې په دغه ولايت کې دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړئ.
دکابينې د نه بشپړيدو ستونزې، په کندز ولايت کې دبد امنۍ زياتوالى او د هېواد له پوهنتونونوڅخه د يوشمېر محصلانو د بدلون موضوع هغه نورې مهمې مسئلې وې  چې د ويناوالو له خوا د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې شوې.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو د خلکو له استازو او مشرانو سره د کتنې له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د دوى د ستونزو د څيړنې او حل کولو لپاره به  جدي پاملرنه وکړي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز يادونه وکړه چې په کندز ولايت کې  ادارې دې بايد مسلکي  او غوره کسانو ته وسپارلې شي چې د فساد، زور زياتي او د بې عدالتيو پرخلاف پراخه مبارزه پيل شي او خلک ډاډمن شي چې دولت د دوى د ژوندانه د چارو په نسبت بې توپيره نه پاتې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته