امنیت

دسرپل او فارياب ولايتونو سيمه ئيز پوليس دجوزجان له امنيتي ځواکونوسره همکاري کوي .

کابل باختر د تلي  نولسمه :
په جوزجان کې شل طالبان ووژل شول او څلور سرتيري  شهيدان شول .
دجوزجان  سيمه ئيز مقامات وايي دجوزجان ولايت په درز اب او قوش تيپې ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې  شل طالبان ووژل شول او څلويښت تنه نور يې ټپيان شول
دجوزجان دوالي  وياند محمد رضا غفوري باختراژانس ته خبرورکړ: په دغې جګړه کې  څلور تنه سرتيري  هم شهيدان شوي دي .
  غفوري  زياته کړه :دغه جګړې  څلور ورځې مخکې له دې په جوزجان کې پيل شوه چې په لسګونو وسله والو طالبانو دقوش تيپې ولسوالۍ په ځينو سيمو بريد وکړ .
ده وويل: دغه جګړې لاتراوسه پورې دوام لري او  له سرپل او فارياب ولايتونو څخه دسيمه ئيزو پوليسو ځواکونه   په جوزجان کې امنيتي ځواکونو مرستې ته ورغلي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته