امنیت

دفرخندې دشهادت څلور تنه عاملين په اعدام محکوم شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
دکابل ښار ابتداييه محکمې دفرخندې دشهادت څلور تنه عاملين په اعدام محکوم کړل.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  د فرخندې دشهادت د دوسيې دڅيړنې قضايي هيئت په يوه علني غونده کې څلور تنه عاملين په ډيرو سختو مجازاتو يعنې اعدام محکوم کړل ،محکمې زين العاب الدين ،محمد ياسين،محمد کريم او عبدالبشير دفرخندې دشهادت او دهغې مړي ته داور اچولو په قضيه کې مجرم وبلل او دجزا دقانون د اته ويشتمې او نهه ديرشمې مادې له حکم سره سم يې هغوى په اعدام محکوم کړل.
دمحکمې رييس صفي الله مجددي وويل چې ددغو کسانو په باب حکم وروستى نه دى او دوى کولاى شي داستيناف غوښتنه وکړي، دغه راز دکابل ښار دلومړۍ ناحيې دمحکمې قضايي هيئت دقضيې اته تنه تورن کسان غياث الدين،سيف الرحمن ،حبيب الله ،اکرم الدين ،غلام محمد،عبدالفتاح ،محمد عمران او مومند دفرخندې په وهلو او ډبولو کې چې ددغې نجلۍ دشهادت سبب شول ،تورن وبلل او هريو يې په شپاړلس کاله بند محکوم کړ.
قضايي هيئت د دوسيې اتلس تنه شاملان محمد حکيم  ،محمود،محمدظاهرشيرزى ،کرام الدين،حزب الله ،شفيق احمد،اسحق،ربيع الله ،عبدالباقي،حامد،جان آقا،جان عزيز،جواد،زاهد،رييس خدايداد ،اجمل او زيارت ګل د الزاميت دشواهيدو او سندونو دنه شتون په دليل بري الزمه وبلل.
دغه راز محکمې دهغو وسايلو او امکاناتو په ضبطولو هم حکم صادر کړ چې په اعدام دڅلورو تنو محکوموکسانو او په بند له محکومو کسانو څخه ترلاسه شوي .
دمحکمې رييس دغه راز د پهلوان چې ويل کيږي دفرخندې دشهادت اصلي عامل دى او دقضيې دنورو تورنو کسانو پادشاه او محمد حسن چې تښتيدلي دي او دهغو نورو اشخاصو چې په قضيه کې ښکيل بلل کيږي دعدلي څيړنې حکم صادر کړ او کشفي ارګانونه يې ددغې دوسيې دتښتيدلو کسانو په حاضرولو مکلف کړل.
ديادونې وړ ده چې نننۍ قضايي غونډه دهغو ديرشو تنو په باره کې جوړه شوه چې دفرخندې دشهادت په قضيه کې ښکيل معرفي شوي وو.؛
ټاکل شوې ده قضايي هيئت  د راتلوونکۍ اوونۍ د شنبې او يکشنبې په ورځو دپوليسو دهغو نولسو تنو منسوبينو په اړوند چې دفرخندې دشهادت په مخنيوي او د دندو په ترسره کولو کې يې غفلت کړى دى حکم صادر کړي.
دفرخندې،دهغې نجلۍ دشهادت د دوسيې څيړنه چې دتيرکال دکب دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دکابل ښار دشاه دوشمشيره( ع) زيارت په ساحه کې د زيارت دمجاور له خوا په بې بنسټه تور او بهتان کې پرې بريد وشو او شهيده شوه ،دشنبې په ورځ پيل او نن يې دکار يوه برخه پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته