امنیت

هغه طالب چې د اردو د لسو تنو عسکرو قاتل دى؛ ونيول شو

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
د سرپل ولايت پوليسوپرون يو وسله وال طالب چې د ملي اردو د لسو تنو عسکرو د وژلو تور پرې لګول شوى دى؛ ونيوه.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د سرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ د ده يک دکلي اوسيدونکى غفارچې دملي اردو دلسو تنو منسوبينو د شهادت تور پرې لګول شوى؛دى پرون د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ کې دپوليسو له خوا ونيول شو.
په دغه سړي سربېره پر دې چې د ملي اردو د لسو تنومنسوبئنو د شهادت تور لګول شوى دى؛ د سرپل ولايت په مربوطاتوکې هم د ترورريستي بريدونو، په واټ کې د ماينونو په ښخولو تورن دى او د مولوي شاکرپه ډلې پورې اړه لري. د سرپل  د پوليسومسوولينو د غفارنيول کيدل په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د ثبات د اعاده کولو لپاره اغيزمن بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته