روغتیا

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پنځوسو تنوکارکوونکو ته چې د سترګو ستونزې لري؛ سترګۍ برابريږي

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
د افغانانو له سترګو سره د مرستې د پروګرام بنسټ نن د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د کارکوونکو سترګې معاينه کړې. دغه بنسټ د بيات د خيريه مرکز په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پنځوسو تنو کارکوونکو چې د سترګو په ناروغيو اخته وو؛ درمل وويشل او هم ټاکل شوې ده هغو کارکوونکو ته چې سترګيو ته اړتيا لري؛ د دوى د سترګو د ليندنې له نمرې سره سمې سترګۍ برابرې کړي .
د سترګو د ناروغيو متخصص او د بيات بنسټ غړي ډاکترعبدالوحيد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت هغو کارکوونکو ته چې د سترګو په ناروغيو اخته دي؛ په وړيا ډول درمل ورکړل شول او د دغه وزارت هغو پنځوسو تنو کارکووکو ته چې د سترګو د روښنايي ستونزه لري؛ د دوى  د سترګو د ليندنې د نمرې له ټاکنې وروسته تر يوې مياشتې پورې په وړيا ډول سترګۍ برابريږي .
  ده د سترګو د ليندنې د ظرفيت د پياوړتيا او هم د سترګو د ناروغيو د مخنيوي لپاره د سبو او د ميوو د کارولو سپارښتنه وکړه او دغه راز له هغوکورنيوڅخه چې ماشومان يې د سترګو په تنبلى اخته دي؛ وغوښتل چې ډاکتر ته مراجعه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته