امنیت

په بغلان کې دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
په بغلان ولايت کې پرون دوه تنه  دنهو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په اړوند ونيول شول . دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دمديريت کارکوونکو نهه کيلوګرامه اپين ډوله نشه يي توکي دبغلان ولايت په مرکز پورې اړوند دشمرق  او دامنيتي کمربند په ساحه کې ونيول .
ديوبل خبرله مخې ،دوه تنه ډار اچوونکي دبغلان ولايت دډنډ شهاب الدين په باغ  شمال او چشمه شير کې دملايانو دسړک په ساحه کې ووژل شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته