ټولنه

دجرګو په تالارکې د قرآن عظيم الشان ختم وشو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دکربلا د شهيدانو د لوړ مقام او د محرم الحرام د لسمې د عاشورا د ورځې د نمانځلو په مناسبت دجرګو په تالارکې د قرآن عظيم الشان ختم وشو.
دمشورتي جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د خپرونو دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د دارالانشا له خوا جوړه شوې وه؛ دمشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د دارالانشا مشرتابه هيئت ، مسوولينو او کارکوونکو ګډون کړى و .
غونډه دمشورتي لويې جرګې د برياليتوب او د هيواد د خير، نيکمرغۍ او ترقۍ په باب په دعايې سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته