امنیت

يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي د کابل دپوليسو لاس ته ورغلل

کابلباختر دسنبلي٢٣
دکابل پوليسو د لوګر ولايت د يو تن اوسيدونکى په نيولو سره اودڅه دپاسه ٤٢ بوريو چاوديدونکو توکو په کشفولو سره د يوې تروريستي پيښې مخه ونيوله.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال محمدظاهر نن خبريالانو ته وويل چې دکابل پوليسو دوه ورځې مخکې د پلچرخي په ساحه کې په يو مازدا ډوله موټر کې ٤٢ بورى چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل او د يوې زړه بوږنونکې پيښې مخه يې ونيوله.
دکابل دپوليسو د دغه مقام دڅرګندونو له مخې: دلو ګر ولايت دمرکزپل علم ښار يو او سيدونکى ددغې قضيې په تور نيول شوى دى.
نيول شوى سړى موټر چلوونکى وچې دغه توکي يې د هيواد له يوه ختيځ ولايت څخه کا بل ته ليږدولي و .
جنرال ظاهروايي: نيول شوى سړى اعتراف کړى دى چې تروريستانوغوښتل دغه توکي د کابل ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې وچوي چې بريالي نه شول.
دکابل دپو ليسو دغه مسوول په داسې حال کې د يوې زياتې ا ندازې چاوديدونکو توکو دکشف خبره کوي چې په دې وروستيو وختو کې د ډاراچوونکو فعاليتونو چې په عمده توګه د ډيورنډ له کرښې اخوا د استخباراتي سازمانونو له خوا طرحه کيږي؛ زور اخيستي دي.
تيره اوونۍ د ملي اردو منسو بينو و کولى شول شل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي د کابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند د ګلپاغ په ساحه کې کشف او د يوې تروريستي پيښې مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته