سیاست

د هیواد اجرائیه رئیس د انګلستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل  باختر دکب دمياشتې١٧:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د دانګلستان د بهرنیو چارو له وزیر فیلیپ هامونډ سره په کابل کي وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کي د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ پر ټاکنیزو اصلاحاتو، راتلونکو ټاکنو او له وسلوالو ډلو سره د سولي پر پروسه خبري وسوې.
د بریتانیا د شاهي هیواد د بهرنیو چارو وزیر د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ کتنه کي د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره د خپل هیواد د ملګرتیا او همکاریو ډاډ ورکړ.
ده زیاته کړه، چي بریتانیا او په ټوله کي نړیواله ټولنه غواړي، چي له افغانستان سره همکار پاته سي او دلته تر لاسه سوي پرمختګونه وساتل سي.
هغه یادونه وکړه، چي د ټاکنو د نظام اصلاح او پر وخت د راتلونکو ټاکنو کېدنه به له نړیوالو سره مرسته وکړي، چي له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ښاغلي هامونډ په خبره، چي له فساد سره مبارزه او په اقتصادي برخو کي د اصلاحاتو راتګ هم اړین موضوعات دي او کولای سي، د افغانستان او نړیوالي ټولني ترمنځ اوږدمهاله همکاري تضمین کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د انګلستان دبهرنيوچارو وزیر سره په کتنه کي د تیرو کلونو په ترڅ کي د یاد هیواد له مرستو او همکاریو څخه د منني ترڅنګ وویل، چي افغانستان کي خورا ډېر پرمختګ سوی، خو لا هم ستونزي سته او د حل لپاره یې د نړیوالي ټولني منځ مهالي او اوږدمهالي همکارۍ ضروري دي.
هغه زیاته کړه، چي په امنیتي او اقتصادي برخو کي د ستونزو او ننګونو ترڅنګ فرصتونه هم سته او افغان حکومت ژمن دی، چي له یادو فرصتونو په لازم وخت کي ګټه واخلي.
ده یادونه وکړه، چي افغان حکومت په نظامي برخه کي د لاسته راوړنو ترڅنګ د سولي پروسې ته هم امادګي نیسي او غواړي، چي له دې لاري و جنګ ته د پای ټکی کښېږدي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په تېر یو نیم کال کي امنیتي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چي افغان ځواکونو په بې ساري قربانیو هیواد له داخلي او بهرنیو ترورستانو وژغوره او ثابته یې کړه، چي په یوازي سر له خاوري او خلکو د دفاع جوګه دي.
اجرائیه رئیس وړاندي وویل، چي حکومت د راتلونکي کال په مني کي ټاکنو ته چمتووالی لري، خو تر ټاکنو مخکي به د خلکو له غوښتني سره سم د ټاکنو نظام په بشپړه توګه اصلاح کړي.
په نننۍ غونډه کي همداراز اروپايي هیوادونو ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه هم بحث وسو او دواړو لوریو خپلي اندېښنې او وړاندیزونه له یو بل سره شریکي کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته