سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

 دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست  په ارګ کې جوړه شوه .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا  دلوى رياست دمعلوماتو له مخې ،  په پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  له  نړيوالو  پوځي ځواکونو څخه  افغان  نظامي ځواکونو ته  د شپنيو  عملياتو  دمسووليت  دليږدونې دموافقه ليک  دلاسليک کولو  په باب  غونډې ته معلومات ورکړل  او وي ويل  په دې وروستيو وختو کې دايساف  او ناتو  له ځواکونو څخه افغان  نظامي ځواکونو ته  په بشپړه توګه دشپنيو عملياتو  دمسووليت  دليږدونې په اړوند دامريکا  دمتحده ايالاتو  له هيواد سره موافقي ته رسيدلي يو .

  ده  وروستي  موافقه ليک  په هيوادکې دملي واکمنې دټينګښت په لاره کې يو ښه اقدام وباله  اوڅرګنده يې کړه چې  دا دافغانستان دخلکو غوښتنه  په دوديزه  لويه جرګه کې دخلکو  داستازو  له لاري  هم  طرحه او تاييده شوې  وه .

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دملي دفاع اودکورنيو چارو وزارتونو او دملي امنيت لوى رياست ته دنده وسپارله  چې  شپنې  عمليات  دهيواد  دمحکمو  له پريکړو سره سم  په داسي ډول  ترسره کړي  چې له دې پلوه دخلکو انديښنه په بشپړه توګه  لري شي د اتباعو  د سر اومال  مصوونيت او بشري حقوق  دافغانستان داساسي  قانون او په هيواد کې  دنورو  نافذو قوانينو  له صراحت سره سم تضمين  او دهيواد دودونه  وساتل شي .

  دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس زياته کړه  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دغه موافقه ليک  دستراتيژيکي همکاريو دخبرو  ددوام پر بنسټ   لاسليک شوي دي او دملي امنيت شورا  موظفه ده  چې دامريکا دمتحده ايالاتو له لوري سره  دستراتيژيکي  همکاريو دطرحي دنورو  مفادو په باب  خپلو خبرو ته دوام ورکړي .

  ورپسي  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دروسيې فدراسيون له لوري سره دتجارتي  _ اقتصادي همکاريو دبهير  دګړندي کولو په مقصد  ،  داقتصاد وزير موظف کړ  چې په تجارتي _ اقتصادي  او دبيا جوړولو په برخه کې  ددغه هيواد  دهمکاريو  دجلبولو په اړوند دروسيې  له فدراسيون سره  دبين الحکومتي  کميسيون دمشرتوب  مسووليت  په غاړه واخلي  او  د اړوندووزارتونو په همکاري  دي  دهغه  منظم پلان  برابر او دروسيې فدراسيون له لوري سره دي  همغږه کړي .

 ورپسي  دجمهوري رياست دمقام  ستر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني  داسلامي اعتدال  په کنفرانس کي دګډون  لپاره  کويټ ته دخپل سفر  د نتيجو په باب غوندې ته داسي معلومات ورکړ  او زياته يي کړه  :  داسلامي  اعتدال مفکوره  دهغي بنسټ پالنې  دمخنيوي په مقصد  چې د اسلام په مقدس دين کې  دافراط او تفريط دنه شتون پر بنسټ  تکيه لري  ،  په کويټ کې جوړه شوې وه  او کال په کال اسلامي هيوادونو ته  ددغي مفکوري  د رواجولو او دخپلو عالمان دښوونې اوروزنې  په خاطر  داسلامي  اعتدال  کنفرانس ته  بلنه ورکوي .

 ده زياته کړه  په کنفرانس کي  وړانديز وشو  چې په همدي مقصد دي  په اسلامي هيوادنوکې  يو لړ دفترونه جوړ شي  چي دکويت  هيواد په همکاري  داعتدالي اسلامي ښيګڼې  ديني عالمانو او دهغوي له لاري ټولو خلکو ته ورزده کړه  شي .

 دوزيرانو شورا  ددغي طرحي  دتاييدولو په ترڅ کې  ، دجمهوري رياست سلاکار موظف کړ  چې  دبهرنيوچارو دوزير  په همکاري  دي  ددغه دفتر  دجوړولو داساساتو په باب  دکويټ هيواد له لوري سره  خبري وکړې  او دنتيجي په باب دي  دوزيرانو شورا  راتلونکو غونډو ته رپوټ وړاندي کړې .

   ورپسي  دماليې وزير  په عادي او انکشافي بودجه کې  وارد شوي بدلونونه او تعديلونه چې  دملي شورا له خوا پيشنهاد شوي دي  ، په دي شرحه  بيان کړل .

 ١_  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا په عادي بودجه کې ددري شپيتو مليونو افغانيو  زياتول .

 ٢_ په انکشافي بودجه کې د ګردن ډيوال په پروژه کې دهرات  جغچران  سړک  دجوړولو دکار  دبشپړولو  په لاره کې  د پنځومليونو ډالرو زياتول ، دوه مليونه ډالره دپوهنتونونو  دبيا جوړولو ،  دوه مليونه ډالره  دروغتونونو دبيا جوړولو  لپاره  او دوه مليونه  ډالره  د پاميراتو دسړکونو دجوړولو  لپاره  تعديلونه  پيشنهاد شوي  دي .

ده څرګنده کړه چې وارد شوي تعديلونه دبودجي په فصلونو او بابونو کې  ترسره شوي دي له دې امله  دبودجي په سقف  کې  کوم بدلون نه دي وارد شوي  چې دوزيرانوشورا له خوا تاييد شو .

   له اجندا سره سم دترانسپورت او هوايې چلند وزير  له  واحدي  منبع څخه دتدارکاتو دقانون  له  ٢٤ مادي سره سم  له انګليسي ترانسپورتي کمپنې  ارمسترانګ  سره  دکابل  اوکندهار  په هوايي ډګرونوکې دهوايي چلند  دامنيتي خدمتونو د قرارداد  لاسليک  کول غونډې ته طرحه کړل او  څرګنده يې کړه  چې دوزيرانو شورا د  ١٣٩٠ کال  د مرغومي دمياشتې  د پنځلسمې نيټي دغوندې له پريکړي سره سم  د ګلوبل کمپنې  چې پخوا يي دغه دنده ترسره کوله د قرارداد  له  تمديد څخه  معذرت غوښتي دي  او په بدل کې يي  د کټ مټ خدمتونو پرمخ بيول   په کټ مټ  شرايطو او پرسونل سره  د انګليسي کمپنې  ارمسترانګ   له لاري  پيشنهاد کړي دي .

  دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته دملي امنيت سلاکار  او دترانسپورت او هوايي چلند وزير ته دنده وسپارله  چې د هيواد  په هوايي ډګرونوکې دامنيتي خدمتونو دتامينولو په مقصد دي  دګوز ن دامنيتي خدمتونو دشرکت په نامه  دترکي کمپنې  آفر  په هراړخيزه توګه وڅيړي  او دغونډې  له يادونې سره سم دي  له دغي کمپنې  سره  خپلي خبري پيل کړي  او دنتيجي په باب دي  دوزيرانو شورا راتلونکي غونډې ته رپوټ وړاندې کړي .

   په دې ترڅ کې  يي  وزارتونو  او دولتي ارګانونوته دنده وسپارله   چې  مخکي له مخکي  دخپلو کاري پلانونو په باب  متوجه واوسي  او داړوندو قراردادونو پړاونه دي  په لازم وخت کې  دنافذو قوانينو له  حکمونوسره سم  بشپړ کړي او  دضرب الاجل  په ډول دي  دوزيرانو شورا ته  دپروګرامونو  له وړاندې کولو څخه  په جدي توګه ډډه وکړي .

 دغونډې دکار په دوام دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير  د فضايي  ستلايت  ددرولو او استفادي په لاره کې  د داوطلبي  ، اجاري او يا کرايي ورکولو ، د جواز دصادرولو ياد موافقه ليک دلاسليک کولو دبهير دپړاونو  دبشپړولو په باب  د وزيرانو  کميټي ته دواک  دورکولو  په اړوند  ددغه وزارت  وړانديز  چې دمخابراتو نړيوالې  اتحاديي  دافغانستان لپاره  دمخابراتي فعاليتونو  داستفادي په مقصد  دهند دسمندر دپاڅه د ختيځ  دپنځوسو  درجو کوردينات  افغانستان ته  تخصيص کړي دي غونډې ته طرحه کړ .

 دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير زياته کړه په پام کي ده  چې دغه ساحه  دداوطلبي دبهير له لاري  له يوه نړيوال شرکت سره  د موافقه ليک پربنسټ  په ګډه توګه  قرارداد  لاسليک  شي .  چې  زياتي اقتصادي او تکنالوژيکي اسانتياوي به ولري .

 دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دمخابراتو او  دمعلوماتي تکنالوژي دوزير  وړانديز په پرنسيب کې  تاييد کړ او دمخابراتي خدمتونو دتنظيم دقانون  د څلورمي مادي په دريمه فقره کې  دليکل شويو وزيرانو  کميټي ته دنده وسپارله   چې  شرط پاڼه  يي  برابره  کړي او دآفرونو له اقتصادي او تخنيکي  تحليل  او څيړني  وروسته    دداوطلبي دبهير مقدماتي کار  پيل کړي او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزير دي  په دي برخه کې دکار دپرمختګ  دنتيجو په باب  په پرله پسي توګه دوزيرانو شورا غونډو ته رپوټ وړاندې کړي .

  وروسته  دکرنې او اوبو لګولو وزير  دکرنيزو محصولاتو دپروسس  او دسړو خونو دجوړولو په مقصد دستر لوژستيکي پارک  جوړول او د انهام  امريکايي کمپنې له خوا دافغان لوژستيکي پارک  په نامه  د خوراکي توکو  برابرول او تدارک  غونډي ته طرحه کړل او څرګنده  کړه  چې  دوزيرانو شورا د  ١٣٩٠ کال  دغبرګولۍ دمياشتي ددولسمې نيټي  داتمې ګڼي  له مصوبي سره سم  موظفي کميټي ته دنده سپارل شوې وه  چې  دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دسړو خونو دجوړولو طرحه  په هراړخيزه توګه وڅيړي چې د هغي له مخې  دغه طرحه برابره شوې ده .

    په دې وروستيو وختوکې دپانګي اچوني  عالي کميسيون   د  ١٣٩٠ کال د وږي دمياشتي  دنولسمي نيټي  په غونډه کې  دسلو مليونو امريکايي ډالرو په پانګي سره  دسړوخونو  دجوړولو په مقصد دغي کمپڼي  ته دپنځه سوه جريبه ځمکي  دتدارک  غوښتنه کړي ده  چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت  په همدي  مقصد  دکابل  دهوايي ډګر په  شمال ختيځ کې  په کال کې  يو جريب  په دولسو زرو افغانيو  څلور ټوټي  ځمکي برابري کړي دي .

  دوزيرانو شورا  دهيواد دکرنيزو محصولاتو  دپروسس  او صادرولو په مقصد  دهيواد  په مرکز  او ولايتونوکې  دسړو خونو دجوړولو طرحه  يو ضروري کار وباله  او په پرنسيب کي يي  تاييد کړه  او دکرنې او اوبو لګولو وزارت ته يي دنده وسپارله  چې له اقتصادي ، تخنيکي او تجارتي  پلوه  په راتلونکو  پنځوسو کلونوکې  د انهام  کمپني  حقوقي  سندونه  ، کاري ظرفيت اوشرايط او تجارتي پلان په هراړخيزه توګه تحليل  او وڅيړي او دنتيجي په باب دي  دوزيرانو شورا راتلونکي غونډي ته  رپوټ وړاندي کړي .

 وروسته  دکرنې او اوبولګولو  وزيردمزائيدي او داوطلبي  داصل له رعايتولو پرته په کال کې  يو جريب   په پنځو زرو افغانيو کونډو ښځو اوبي وزلو کورنيو ته  په دارالامان کې  دوريښمو دچنجيو دروزنې  دفارم  د ونو تر بشپړي ودې او ګټي اخستني پوري  ددريو کلونو لپاره ددغه فارم  داتياجريبه ځمکي په اجاره ورکول غونډي ته طرحه کړل چي دتائيد وړ وګرځيدل .

 وروسته  دعدليې وزير  دټولنو دقانون  طرحه   غوندي ته وړاندې کړه اوزياته يي کړه  چې دغه قانون  دافغانستان  داساسي قانون له پنځه ديرشمي مادي  له حکم سره سم دټولنو  د وجايبو دحقوقي فعاليت  او انحلال  دڅرنګوالي او په جوړولو پوري داړوندو چارو دتنظيم په مقصد وضع شوي دي   ځکه  د ١٣٨١ کال  درسمي جريدي  په ٨٠٤ ګڼه کې  دټولنيزو سازمانونو  خپور شوي   قانون داوسنيو شرايطو  اړتياو ته  ځواب نه شي ويلي  چې په نوي طرحه کې داتحاديو دجوړولو ، په هغو  دڅارني دڅرنګوالي  او  دټولنو  د انحلال په برخو کې  نيمګړتياوي  او نقايض  اټکل شوي دي . 

 دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو  وروسته  دټولنو دقانون طرحه  په پنځو فصلونو  او اته ويشتو مادو کې تاييد کړه او دعدليې وزارت يي موظف کړ  چې ددغه قانون طرحه دي  په پارلماني چارو کې  ددولت دوزير  ددفتر له لاري  دتصويب په مقصد  ملي شورا ته  وليږي . 

  ورپسي  ددري  څلويښتو مليونوافغانيو په ټوله بيه  د فيض اباد دهوايي ډګر  دپراختيا په لاره کې  داشخاصو دملکيت  ددري څلويښت جريبه ځمکي استملاک  دترانسپورت او هوايي چلند دوزيرله خوا غونډې ته طرحه شو چې دتصويب وړ وګرځيد .

  ورپسي  دسيمه ئيزوارګانونودخپلواکي  اداري رييس  دلغمان ولايت په مرکزکې دعبدالحنان دوارثانو  دملکيت دوه زره نهه سوه ديرش  متره مربع  ځمکي  تبادله  چي ددغه ولايت  اداري ودانۍ  پکي جوړه شوي ده غونډې ته طرحه کړه چې تصويب  شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته