اقتصاد

د دايکنډي د سوداګرۍ او صنايعو آمريت لپاره ودانۍ جوړيږي

نيلي باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د دايکنډې ولايت د سوداګرۍ او صنايعو آمريت د اداري ودانۍ د جوړولو کار پيل شو .
د دغې ودانۍ د جوړولو کار د اوولسو ميليونو افغانيو په  لګښت د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له بودجې څخه په يو کال کې بشپړپږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:  دغه ودانۍ په  دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې څوارلس کاري خونې، د انګړ ديوال او نورې اړتياوې په کې په پام کې نيول شوې دي .
د دايکنډي والي معصومې مرادي او د دغه ولايت د ادارو رئيسانو هم د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسموکې ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته