سیاست

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د هوټلونو د قراردادونو سندونه به له سره وڅيړل شي

کابل – باختر د مرغومي د مياشتې ٧مه
د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان په مشرۍ د ټولنـيزو سازمانونو د ملکيـت د څرنګوالي کميسيون په مرمرینه ماڼۍ کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر شا اوخوا د ۱۱۷۹۳۱ مربع متر ځمکې د سندونو د څېړلو په موخه غونډه وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ناسته د وزیرانو شورا د پرېکړې پر اساس په ياده ساحه کې د ټولو هوټلونو او نورو تجارتي ودانیو له مالکانو سره د یادې ځمکې د څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه.
د ټولنـيزو سازمانونو د ملکيـت د څرنګوالي کمېسيون د خپلې تېرې غونډې پر اساس د يادې ځمکې د سندونو په اړه خپل راپور د وزيرانو شورا ته وړاندې کړی و.
د وزيرانو شورا دې کميسيون ته په ياده ساحه کې د ټولو هوټلونو او نورو تجارتي تاسيساتو له مالکانو سره د يوې ګډې غونډې سپارښتنه وکړه، څو په ياده سيمه کې د ټولو هوټلونو او نورو تجارتي تاسيساتو د قراردادونو او نورو سندونو په اړه بشپړ راپور ترلاسه کړي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنیر محمد خان په ياده سيمه کې د اورانوس، ستاره شهر، ممتاز محل، استقلال، خليج هوټلونو او د خليج د تيلو ټانک د ملکیت سندونه وڅیړل.
لومړي مرستیال له څېړنو وروسته د یادو ملکیتونو مالکان د خصوصي سکتور په برخه کې له دولت سره مرسته کوونکي اشخاص وبلل او زياته يې کړه چې د ملي يووالي حکومت د خصوصي سکتور پياوړتيا له خپلو لومړيتوبونو څخه بولي.
د ستاره شهر هوټل مالک مولا محمد د نورو هوټولو د مالکانو په استازيتوب غونډې ته خپل سندونه وړاندې کړل او ويې ويل، په ياده سيمه کې زموږ پانګونه په بشپړ ډول قانوني بڼه لري او له قرارداده نيولې د بريښنا د بلونو تر اداء کولو پورې ټول سندونه په لاس کې لرو.
ده غونډې ته ځينې اسناد وړاندې کړل او ويې ويل چې په دوو ورځو کې به خپل ټول سندونه ( د ټولنـيزو سازمانونو د ملکيـت څرنګوالي کميسيون ) ته وسپاري ترڅو د شته ستونزو رازونه په ډاګه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته