اقتصاد

دکابل او کاپیسا په ولایتونو کې د سرکونو د ډبرین فرش پروژو په ګډون د ۹ تدارکاتي مواردو منظوري

کابل باختر د کب شلمه :
د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې تير ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ۹ تدارکاتي مورده وارزول چې په پایله کې له ۵۵۵ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تدارکاتي مورده منظور شول.
د کابل ښارپه واصل اباد سیمه کې د ۶،۱ کیلو متر اوږدو سړکونو د ډبرین فرش پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د پلازمېنې زون پراختیا انکشافي ادارې دوه وړاندیزونه کمېسیون تائید کړل.
دغه راز د کاپیسا ولایت په مرکز محمودراقي کې د ۵،۶ کیلو متر اوږدوسړکونو د ډبرین فرش پروژه د کمېسیون د غړو له بحث او غور وروسته د لومړې دورې داوطلب ته منظور شوه او  د دې ادارې مسوولین موظف شول چې له داخلي تولیداتو څخه په استفادې له داوطلب سره د دې سړک د جوړولو په اړه مذاکره وکړي. 
وروسته،د لوړو زده کړو وزارت غونډې ته د کابل طبي پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT) د ایجاد پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز وکړ، چې تائید شو.
دملي تدارکاتو کمېسیون د پوهنې وزارت اړوند د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د احمدخېلو د نجونو ښوونځي لپاره د ۱۲ ټولګیو لرونکو دوه پوړیزه ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره او د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ ۱۰۵ ام بي انټرنیټ د تدارک پروژې د قراردادونو د ورکړې د منظورۍ وړاندیزونه تائید کړل. 
دغه راز  په دایکنډي ولایت کې د میرامور ولسوالۍ اړوند د ۱۲ ټولګیو لرونکي ښوونځي ودانۍ د جوړولو پروژې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې د تحقق پر راپور له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه پروژه منظوره شوه چې د کلیودبياجوړولواوپراختیا وزارت د ولسي تړون برنامې له لارې به مخ ته یووړل شي.
کمېسیون د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د (۳۴ولایتونو) په ۵ دریایي حوزو کې د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد پروژې د مودې د تمدید د منظورۍ وړاندیز او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنایي مېټرونو د برابرولو او نصب او په دغه تړون کې د مندرجاتو د تعدیل قرارداد هم منظور کړ.
ملي تدارکاتو  کمېسیون د مخابراتي عوایدو پر راټولولو د څارنې پروژې RTDMS قرارداد ورکړه دوو مشترکو شرکتونو ( LATRO & BUSTOS) ته د سندونو د بشپړېدو په شرط منظور کړې او هغوی ته یې فرصت ورکړی وو چې خپل سندونه تر ۲۸ ورځو  پورې بشپړ کړي.
دملي تدارکاتو ادارې د قرارداد د تطبیق په پړاو کې د شفافیت د پیاوړتیا او د ښه او زیات ځواب ویلو او د دغو شرکتونود تخنیکي ملاتړ او د هغو پر کړنو د څارنې په موخه دملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو اتحادیې (IT) او د احصائیې او معلوماتو ادارې له استازو جوړه د څارنې خپلواکې کمېټې د ایجاد طرحې د منظورۍ غوښتنه وکړه، د کمېسیون غړو له بحث او غور وروسته د دغې غوښتنې هرکلی وکړ او منظور یې کړه.
دغه راز دملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د فرضي حج لپاره د ځای، خوړو او ترانسپورت قرارداد کمېټې د پلاوي په ترکیب کې د ملي امنیت عمومي ریاست د توظیف شوي استازي د منظورۍ وړاندیزهم ومنل شو.#  پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته