ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
دکابل پوهنتون درياست خبرتيا
ټاکل شوې ده  دروان کال  دوري دمياشتې په  ١٥ او ١٦ مه نيټه  دسه شنبې  او چهارشنبې په ورځو کې  دڅوارلسمو ټولګيو دفارغانو داختصاصي نويو محصلينو  دنوم ليکنې بهير چې دآزموينې دکميټې له لارې  کابل پوهنتون ته معرفي شوي دي  پيل شي  .
له دې امله له ټولو نويو محصلينو څخه غوښتنه کيږي  چې دکابل پوهنتون دمحصلانو چارو دآمريت دټاکلي مهال ويش له مخې دتابعيت  د تذکري له اصل او څلورو عکسونو سره دنوم ليکنې په مقصد  دکابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې دمحصلانو چارو آمريت ته ورشي .
دکمپيوټرساينس ، ښکلو هنرونو ، شرعياتو ، ژورناليزم او دادبياتو  ښوونځي دسه شنبې په ورځ  دروان کال دوري دمياشتې په  ١٥ نيټه .
داقتصاد ، کرنې  او دوترنرۍ علومو  دپوهنځي  محصلان دې دروان کال  دوري دمياشتې په شپاړلسمه نيټه د چهارشنبې په ورځ .
ددغو پوهنځيو محصلان مکلف دي  چې  په ټاکلې نيټه دنوم ليکنې په مقصد حاضر شي .
له دغې نيټې وروسته  هيڅ نوم  ليکنه نه ترسره کيږي محصلين دې خبر وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته