امنیت

د ګېزاب ولسوال: که امکانات راکړل شي، د وسله والو ملا به ماته کړو

ترينکوټ باختر د وږي د میاشتې ۲۹ مه
د روګان ولایت سيمه ييز چارواکي وايي: که امکانات راکړل شي نو لرې نه ده چې د وسله والو مخالفينو ملا ور ماته کړو.
د روزګان د ګېزاب ولسوال حاجي خوشال له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې،دوی درنې وسلې او جنګي ټانکونه په لاس کې نه لري ،څو له وسله والو مخالفینو سره د نښتو پر مهال ورڅخه کار واخلي.
خوشال وايي: له یوه کال راهېسې ورسره د ولایتي ادارې له خوا د دغو وسایلو د ورکولو ژمنې کېږي خو تر اوسه پلي شوې نه دي.
هغه زیاتوي چې، وړمه شپه ددغې ولسوالۍ پر امنیتي قمربند وسله والو مخالفینو سخت بریدونه وکړل،چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا وتمبول شول او درې جسدونه یې هم د جنګ په میدان کې پاتې شول.
د خوشال په وینا که دوی درنې وسلې او جنګي ټانکونه درلودلای نو وسله والو ته به يي داسې ماتې ورکړې وای، چې بيا به يې پر امنيتي پوستو د بريدونو هڅه هېڅکله نه وای کړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته