سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د کرنې وزارت او کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ۳.۳ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۱۶۱ ګنې فرمان له مخې د ځمکو چارو عمومي ریاست لخوا د کندهار په دوو ولسوالیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته ۳.۳ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست لخوا کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱.۳ جريبه او دامان ولسوالۍ کې ۲ جريبه ځمکه د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د ځمکې لېږد د پروتوکول تړون د اراضۍ ریاست د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د کانونو او پټرولیم وزارت د اداري څانګې رییس مولوي حبیب الله شهاب ترمنځ لاسليک شوی دی.

د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره د دې تړون له مخې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱.۳ او دامان ولسوالۍ کې ۲ جریبه ځمکه د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه کانونو او پټرولیم وزارت ته لېږدول کېږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته