سیاستخبرونهTOPټولنه

په غزني، بلخ، دایکنډي او بامیانو کې اهل تشیع عالمانو او خلکو له اسلامي امارت ملاتړ اعلان او حجاب پر رعایت یې ټینګار وکړ

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
نن په غزني، بلخ، دایکنډي او بامیانو ولایتونو کې د اهل تشیع سلګونو عالمانو او خلکو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ د حجاب پر رعایت کولو ټنیګار وکړ.
په یادو غونډو ویناوالو د اسلامي امارت کړنې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې وستایلې او زیاته یې کړه چې دښمن په لټه کې دی تر څو د یو شمېر مغرضو او خواله رسنیو له لارې د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلغیات ترسره کړي.
دوی دغه راز په هېواد کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت له لوري د بې حجابۍ په تور د ښځو د نیولو او د اهل تشیع وګړو سره د ناسم چلند ادعاوې ناسمې وبللې او دا یې د هېواد د دښمنانو بې ځابه تبلیغات وبلل.
دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه خپل هر ډول ملاتړ اعلان کړ او په یوه خوله یې په هېواد کې د حجاب پر رعایت کولو ټینګار وکړ.
ویناوالو زیاته کړه چې اسلامي امارت د خلکو له منځ څخه په هېواد کې د اسلامي شریعت د تطبیق کولو په موخه راپورته شوی او د اهل تشیع خلک د دغه نظام تر څنګ اوږه په اوږه ولاړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته