ښوونه او روزنه

د کابل ښار د پوهنې برياليتوبونه د ستانې وړ دي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
دکابل ښار دشپاړلس ګونو تعليمي حوزو آمرانو او د ښوونځيو مديرانو او زده کوونکو په دې وروستيو وختوکې په يوه غونډه کې د کابل ښار د پوهنې د رياست برياليتوبونه وستايل.
څه موده مخکې د کابل ښار د پوهنې رييس سيد منصور د ده د ښو کارونو په خاطر په ملي شورا کې د خلکو د استازو له خوا د مډال او ستاين ليک په ورکولو سره وستايل شو .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دکابل ښار د پوهنې رياست د پوهنې د ستوري د پروګرام او د رسامۍ، خطاطۍ، رياصي او د نورو اړوندو څانګو د سياليو په ترسره کولو سره د زده کوونکو د استعداد په وده کې اغيزمن رول لوبولى دى .
د هېواد ملي شورا د همدغو دلايلو له مخې د کابل ښار د پوهنې رييس ستايلى دى .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ ويناوالو له دغو برياليتوبونو سره اړيکې ونيولې او هيله يې وکړه چې له هغه څخه زيات برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.
دوى طرحه کړه چې د کابل ښار د پوهنې برياليتوبونه د ستاينې وړ دي.
د پوهنې وزارت سلاکار حميد حاتم په دې غونډه کې د ښوونځيو د زده کوونکو، ښوونکو او مديرانو په زياتو هلوځلو ټينګار وکړ او د کابل ښار د پوهنې رييس سيد منصور د ملت د کور مډال او ستاين ليک چې ده ته ورکړى شوي دي؛ دکابل ښار د ښوونځيو د مديرانو، ښوونکو او زده کوونکو د نه ستړې کيدونکو اوپرله پسې هڅو او هاند زيږنده وبلل.
په همدې ترتيب د غونډې په پاى کې د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو د څلورنيم مياشتنيو آزموينو د اخستلو د څرنګوالي په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته